About Us

د افغان طیور دولتی شرکت د (۱۳۶۱/۸/۲۰) نیټی د (۹۵۱) شمیری حکم پر بنسټ د هغه وخت د محترمو وزیرانو د شورا د ناستی پر اساس د سوداګری او صنایعو عمومی خونی د محترم ریاست په سهم او د خصوصی سکټور له حقوقی شخصیت سره د ګډی سرمایی پر اساس چی لومړی سرمایه یی (۲۰) میلیونه افغانی وه د هغه دوران د سوداګری محترم وزارت په چوکاټ کی په کال (۱۳۶۲) عملا په کار یی پیل وکړ. او یو مشخص او تعیین شوی هدف لپاره لاندی کارونه یی تر سره کړی دی، ۱: د غواګانو د سری غوښی، د چرګانو غوښی، او ماهی) د بهرنیو صنایعو په اساس هیوادوالو ته تیارول. ۲: په هیواد کی د بهرنیو منابعو څخه د چورګوړو بهتره نسل واردول. ۳: د چرګانو درمل واردول او د چرګانو ساتونکو ته د درملو عرضه کول د امراضو د مخنیوی لپاره. ۴: د چرګانو د ساتنی د اسبابو او وسایلو جوړول او واردول لکه( د اوبو د خوړولو، دانی خوړولو، د مښوکی د پری کولو ماشین او داسی نور...) او خپلو محترمو مشتریانو ته ددی عرضه کول. ۵: په لوړ کیفیت سره د چرګانو د هګیو واردول،او محترمو هیوادوالو ته ددی عرضه کول. ۶: د لویی سړی خونی چی د دوه زره ټنه د محصولاتو د ساتنی ظرفیت او وړتیا لری جوړول.