د افغان چرګانو کارپوریشن (APC) په 1983 کې تاسیس شوی، دا د افغانستان د حکومت یو ویاړلی نوښت وو. دا شرکت د هیواد د خوراکي مصؤنیت د لوړولو او د اقتصادي ودې په موخه حکومت له افغان سوداګرو سره په ګډه جوړ کړ.
په افغانستان کې د چرګانو د سکټور د پراخ ظرفیت په درک کولو سره، حکومت د APC د دولتي شرکت په توګه د جوړولو مشري په غاړه واخیسته. د همکارۍ د پیاوړتیا او د خصوصي سکټور د شریکانو د ښکیلتیا د یقیني کولو لپاره، افغان سوداګرو ته بلنه ورکړل شوې وه چې په دې پروژه کې برخه واخلي، د دوی ترمنځ د ونډو 11 سلنه ویش سره. د دولت او خصوصي سوداګرو تر منځ دې بې ساري مشارکت د یوه متحرک او بریالي تصدۍ بنسټ کېښود.
د APC موخه دا وه چې د لوړ کیفیت لرونکي چرګانو محصولات او مسلکي خدمتونه چمتو کړي، او د چرګانو د صنعت په ټولیز پرمختګ کې مرسته وکړي. د پیاوړو متخصصینو په نوښت باندې APC په چټکۍ سره د چرګانو اړوند خدماتو کي د باوري سرچینې په توګه پیژندل شوي.
په خپل لومړني پړاو کې APC د چرګانو د غوره نسلونو د ودي ورکولو لپاره د پرمختللي نسل پالنې د تاسیساتو په جوړولو د ستراتیژیک انتخاب، نسل پالنې، او د جنیټیک پرمختګ د پروګرامونو له لارې تمرکز وکړ چې کولی شي په محلي چاپیریال کې وده وکړي. د شرکت موخه دا وه چې تولید، د ناروغیو مقاومت، او د چرګانو ټولیز فعالیت ته وده ورکړي. د نسل په غوره والي باندې دا ټینګار د APC د کړنو یوه نښه ګرځیدلې او د راتلونکي بریالیتوبو نو لپاره يي لاره جوړه کړي ده.
د لوړ کیفیت د چرګانو د محصولاتو د ډیریدونکي غوښتنې سره APC خپل عملیات پراخ کړل ترڅو د چرګانود ارزښت ټوله سلسله وپوښي. شرکت په عصري ماشینونو او ټیکنالوژیو سمبال وسایلو، د خوړو د تولید په تاسیساتو، او د پروسس کولو په فابریکې پانګونه کړې ده. دې پانګوني APC ته اجازه ورکړه چې هر اړخیز خدمتونه وړاندې کړي. له نسل ورکولو او بچي ورکولو څخه د تغذیې جوړولو او پروسس کولو پورې په ټول افغانستان کې پیرودونکو ته د غوره محصولاتو د رسولو ډاډ ورکوي.
د کیفیت، مسلکیتوب، او د پیرودونکو رضایت ته د APC ژمنتیا او په صنعت کې یې د یو نامتو لوبغاړي په توګه خپل موقف د هیواد په سطحه پیاوړی کړی دی. د نړیوالو معیارونو د پوره کولو، د کیفیت کنټرول سختو اقداماتو د پلي کولو، او پیرودلو دغوره کړنو لپاره د شرکت ژمنتیا د ستایني وړ ده . په ټول هیواد کې يي د چرګانو د فارم لرونکو، توزیع کونکو، پرچون پلورونکو او مصرف کونکو په ګډون د پیرودونکو باور او وفاداري هم ترلاسه کړه.
د خپل تاریخ په اوږدو کېAPC د خپلو پیرودونکو هوساینې او بریالیتوب ته لومړیتوب ورکړی. دغه شرکت د چرګانو د فارم لرونکو سره پراخه مرسته کړي، روزنیز پروګرامونه، تخنیکي مرستې، او مشورتي خدمتونه وړاندې کوي ترڅو د دوی د تولید او ګټې لوړولو کې مرسته وکړي. د APC د پیرودونکي متمرکز چلند د اوږدې مودې اړیکې اسانه کړې، چې دا په افغانستان کې د چرګانو اړوند اړتیاو لپاره غوره کړنه ده.
لکه څنګه چې APC نوي دور ته ننوځي نو دا د غوره والي، نوښت، او همکارۍ د بنسټ ایښودونکو اصولو ته ژمن پاتې کیږي. شرکت به په تحقیق او پراختیا کې پانګووني ته دوام ورکوي ، د صنعت په سر کې پاتې کیدو لپاره به د نوي ټیکنالوژیو د سپړلو ، دوامدار کړنو او د بازار رجحاناتو ته دوام ورکوي. د خپل قوي دولتي ملاتړ او د خصوصي سکټور د تخصص په کارولو سره به APC په افغانستان کې د چرګانو د سکتور په دوامداره وده او پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
د APC د پام وړ کامیاب سفر لپاره مننه. مونږ ستاسو خدمت ته سترګې په لار یو او د راتلونکو کلونو لپاره ستاسو بریالیتوب کې مرسته کوو.